کورونا تر ټولو بد مالي کړکېچ رامنځته کړی

روهي(نۍ/۱۶ د وري)، د پېسو دنړيوال صندوق (IMF) مشرې ويلي د کورونا وبا د نړيوال مالي کړکيچ پرتله يو ډېربد کړکيچ رامنتځه کړى دى. د پېسو نړيوال صندوق د وروستيو پرمختگونو پر بنسټ باور لري چې نړۍ وار د مخه اقتصادي کړکېچ کې ده او د دغه کړکيچ د ژورېدو او دوام د محدودولو له پاره د همغږو نړيوالو گامونو غوښتنه کوي.
 
دروغتيا د نړيوال سازمان دغه خبردارى داسې مهال راځي چې نړۍ کې د کورونا نيولو پېښې نژدې يو ميليون او سل زرو ته رسيدلې او د مړينو شمېر څه باندې ٥٨ زرو ته پورته شوى دى. د جمعې په ورځ جينوا کې د خبرو پرمهال کريستالينا جيورجيوا وويل، موږهيڅکله هم دغه ډول يو کړکيچ نه و ليدلى.
 
بلخوا د روغتيا نړيوال سازمان مشر د کورونا له وبا څخه اغيزمن شويو هېوادونو ته خبردارى ورکړ چې لا د لگول شويو بنديزونو دلرې کولو وخت نه دى رسېدلى.