نړۍ کې د کرونا ويروس د مړو او ککړو کسانو وروستۍ شمېرې 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، کرونا ويروس د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو ته رسېدلی دی چې له يو مېلېونه ډېر کسان يې نېولي دي. د مړينې وروستۍ شمېر ۵۷ زرو ته رسېدلي دي. 

ايټاليا، هسپانيه او د اتمريکا متحد ايالت هغه درې هېووادونه چې د مړينې شمېر په کې ترټولو لوې دي. امريکا کې ۶۵۸۶، ايټاليا کې ۱۳۹۱۵ او هسپانيه کې ۱۰۹۳۵ کسان د کرونا ويروس له امله تر اوسه مړه شوی دي. 

همدا ډول امريکا کې د ککړو کسان شمېر چې له دوه لکه پورته دی، د هېوادونو په کچه پر کرونا ويروس د ککړو کسانو ترټولو لوړه شمېره شمېرل کيږي. د امريکا په نيويارک ايالت کې د نورو ايالتو په پرتله ډېر کسان کرونا مړه کړي دي. 

ملګرو ملتونو او د روغتيا نړيوال سازمان نړۍ کې د کرونا ويروس د چټک خپرېدو په اړه اندېښنې ښوودلې ده او دغه ويروس يې يوه نړيواله وبا بللې ده.