د مرکزي امريکا هېوادونو په زرګونه هغه کسان زندان کې اچولي چې د قرنطين پر وخت له کورونو بهرکېدل

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د مرکزي امريکا په يو شمېر هېوادونو کې پوليس هغه لسګونه زره کسان بنديان کړي دي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي په پار له ګرځ بنديز يا قرنطين يې سرغړونه کوله. 

د هندوراس حکومت ۲۵۰۰، پاناما ۵۰۰۰، السالوادور ۷۱۲ او د ګواتمالا پوليسو ۵۷۲۰ کسان بنديان کړي دي. د مرکزي امريکا ډېری هېوادونه د اقتصاد له اړخه کمزوري دي او وګړي يې د قرنطين په ورځو کې هم کار کوي. 

په ورته وخت کې د امريکا متحدو ايالتو حکومت په پلازمينې واشنګټن او يو شمېرو نورو ايالتونو کې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د کرځ بنديز پر وخت له کورونو بهر شي ۵۰۰۰ امريکايي ډالر جريمه او يا به هم د ۹۰ ورځو لپاره زنداني شي.