ازبکستان افغانستان سره د روغتيايي او خوراکي توکو مرسته وکړه

روهي (جمعه/۱۵ د وري)، له ازبکستان هېواده افغانستان ته د خوراکي او روغتيايي مواد د مرستو لومړۍ چپه نن جمعه د خيراتان بندر له لارې بلخ ته ورسېده. 

کابل کې د ازبکستان سفير خواجه‌محمد یادکار شادمانوف ويلي چې دغه مرسته د ازبکستان د ولسمشر له خوا افغانستان کې د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار شوي او داسې مرستې به ادامه ولري. 

دغه مرسته کې ۳۰۰ ټنه غنم، ۱۵۰ ټنه وريجي، ۵۰ ټنه غواړي، ۵۰ ټنه بوره او ۵۰ ټنه صابون شامل دی. د مرستې  د اخېستو پر مهال د بلخ والي اسحاق رهګذر د ازبکستان هېواد مننه وکړه او د دواړو هېوادونو پر دوستانه اړيکو يې ټېنګار وکړ.