له عامو وګړو تر پوځيانو: د امريکا او انګلستان د پوځيانو ترمنځ د کرونا ويروس خپرېدل 

روهي (جمعه/۱۵ د وري)، که څه هم تر اوسه يې رسمي شمېرې نه دي په ګوته شوي خو راپورنه ښيي چې د نړۍ په يو شمېر هېوادو او په خپله امريکا او انګلستان کې کرونا ويروس د پوځ ليکو ته دننه شوی دی. 

د انګلستان دفاع وزير نن روځ هغ راپورنه رد کړل چې د دوی ځيني پوځيان کوېډ-۱۹ نېولي دي خو د رسنيز شوي راپورونو پر بنسټ کرونا ويروس د امريکا او انګلستان د پوځ ته دننه شوی دی. 

دغه دوه هېوادونه د نړۍ په ځيني هېوادونو کې پوځيان لري چې يو شمېر بېرته امريکا او انګلستان ته د کرونا  ويروس د خپرېدو له ويرې غوښتل شوي. 

امريکا او انګلستان کې  هغه وخت د پوځ دننه د کرونا ويروس د خپرېدو اندېښنې ډېرې شوي د ګرځبنديز د پلي کولو لپاره د پوليسو ترڅنګ يو شمېر پوځيانو هم ښارونو کې ځای پر ځای شوي.