ګوګل پوليسو ته هغه کسان په ګوته کوي چې قرنطين څخه سرغړونه کوي 

روهي (جمعه/۱۵ د وري)، ګوګل داسې پروګرام ان لاين کړی چې د نړۍ په هېوادونو کې هغه سيمې په ګوته چېرته چې ګرځ بنديز يا قرنطين پلی او عملي کيږي او کومو ځايونه کې چې بیا خلک تګ راتګ کوي د او د حکومت پر لارښوونو عمل نه کوي. 

ګوګل د مېلېونه موبايلونو پتې يا location اخلي او په دې سره روغتيايي چارواکو ته مالومات ورکوي چې څومره کسان په کرونو کې پاتې کيږي او څومره بيا له کورونو بهر ګرځي او يا هم د ګڼې - ګوڼې په ځايونو کې دي. 

ګوګل هغه مالومات هم خپره کړي  دي چې د نړۍ په ۱۳۱ هېوادونو کې هغه خلک ښيي چې د فېبرورۍ له ۱۶ بيا د مارچ تر ۲۰ نېټو پوري کورونو، موټرونو، اورګاډو، سړکونو، خوراکي توکو هټيو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو ځايونو کې شتون لري. 

د ګوګل مسوولين وايي چې دوی په دغه راپور کې دغه پټو ادرسونو يا privacy مخه نېوله ده چې رسنيز کول يې بايد تر سره نه شي.