ولسمشر غني د هرات والي قيوم رحيمي له دندې ګوښه او واحد قتالي  يې نوی والي ټاکلی 

روهي (جمعه/۱۵ د وري)، د ځينو سرچينو د مالوماتو پر بنسټ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات والي عبدالقيوم رحيمي له دندې ګوښه کړي او پر ځای سید عبدالواحد قتالي والي معرفي  کړي دی. 

سید عبدالواحد قتالي له دې وړاندې د چارو ادارې مشر وو. ولسمشر په داسې وخت کې هرات ته نوی والي ټاکلی چې دغه ولايت کې د کرونا ويروس تر ټولې ډېرې پېښې ثبت شوې دي. 

له دې وړاندې ولسمشر غني مالي وزارت ته عبدالهادي ارغنديوال د نوماند وزير په توګه داوود سلطان زوی د کابل ښاروال په توګه په دندو ګمارلي.