واشنګټن کې خلکو ته د سپينې ماڼۍ خبرداری: که له کورونو بهر شی ۹۰ ورځې په زندان کې تېروئ 

روهي (جمعه/۱۵ د وريی)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د کرونا ويرروس د مخنوي په پار له ګرځبنديز سرغړونه وکړي، نو د ۹۰ ورځو لپاره به زندان کې واچول شي. 

حکومت دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړی دی چې د امريکا په نيويارک ايالت کې د کرونا ويروس د مړو او ککړو کسانو شمېر مخ پر لوړېدو دي او همدا ډول، امريکا په نړۍ کې هغه هېواد ځای نېولی چې د کرونا ويروس تر ټولو ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي. 

د واشګټن پولیسو ته امر شوی دی چې د قرنطين په ورځو کې د سرغړونکي ۵۰۰۰ امريکايي ډالر جريمه کړي او يا دې يې هم په زندان کې واچوي. 

له واشګټن وراېخوا په ګاونډ ايالتو کې هم خلکو ته ويل شوي دي چې که چېرې له کورونو بهر شول نو درې مياشتې به زنداني شي.