کرونا په پاکستان کې: ۱۲ مېلېونه خلک بې کاره شوي او اقتصاد يې دوه نيم ترېليونه زیان کړی 

روهي (جمعه/۱۵ د وري)، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر کوېډ-۱۹ پاکستان ته هم رسېدلی، چې د انساني تلفاتو ترڅنګ يې د دغه هېواد اقتصاد هم ځپلی. د يو نشر شوي راپور پر بنسټ د پاکستان اقتصادي سکتور د کرونا ويروس له پيل بيا تر اوسه دوه نيم ترېليونه پاکستانۍ روپۍ زيان موندلی. 

دغه هېواد کې د قرنطين پر اساس ۱۲ مېلېونه کسان هم بې کاره شوي دي. پاکستان کې لخ ۵۰ تر ۶۰ مېلېونه کاري ځواک لري چې د ۱۲ مېلېونه په بې کاره کېدو سره ۲۰ سلنه بې کاري رامنځ ته شوې. 

 د بې کارۍ ترڅنګ پاکستان  د روغتيايي توکو ترڅنګ ځينو نورو لومړنيو موادو ته هم اړتيا لري چې د نړۍ له هېوادونو يې د مرستې غوښټنه کړې. 

پاکستاني چارواکو اندېښنه ښوودلې ده چې که چېرې د کرونا ويروس له امله ګرځبنديز دوام پيدا کړی نو په دغه هېواد کې ژورې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کولی شي.