نړۍ کې د کوېډ-۱۹ وروستۍ شمېرې

روهي (جمعه/۱۵ د وري)، د نن ورځې د تازه شمېرو پر بنسټ نړۍ کې پر کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له يو مېلېون وواښت. ۵۳ زره کسان تر اوسه د کوېډ-۱۹ له امله مړه شوي دي. 

امريکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې ترټولو ډېرې مثبتې پېښې په  کې ثبت شوې دي او هسپانيه کې بيا د مړو شمېر لس زره دی، چې د کرونا ويروس له امله د مړينې ترټولو لوړه شمېره ده. 

د روغتيا نړيوال سازمان د مالوماتو پر بنسټ د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې تر اوسه د دوه لکه او لس زره کسانو درملنه شوې ده. 

امريکا په يوه ورځ کې ۱۲ سوه کسان مړه له کرونا ويروس مړه شوي دي چې رېکارډ يې خپل کړ. له دې وړاندې  په ۲۴ ساعتونو کې د مړينې لوړې شمېرې لومړی په ايټاليا او بيیا په هسپانيه کې وې.