هغه هیوادونه چې کورونا وېروسه ورته  نه ده رسېدلی

روهي(جمعه/۱۵ د وري)، امریکا کې د جانس هاپکنز پوهنتون د راټولو شويو شمېرو له مخې کورونا وېروس يا کووېډ ۱۹ لږ ترلږه ۱۸۰ هېوادونو او سيمو ته رسېدلی دی او په نړيواله کچه پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر له ۹۰۰ زرو اوښتی دی.
 
په ترکمنستان او د پېسېفک یا ارام سمندر په ټوالو ټاپو کې څه شی مشترک دي. دواړه د هغو هېوادونو او سيمو له جملې څخه دي چې د اپرېل تر لومړۍ نېټې په کې د کورونا وېروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. د شمالي‌کوريا شاوخوا داسې هېوادونه دي چې د دې وبا له امله يې ډېر زیان ليدلی دی. د دې سربېره د شمالي کوريا يو ګاونډی چين دی چېرته چې دغه وبا پيل شوې وه.خو بيا هم شمالي کوريا د کورونا وېروس يوه مثبته پېښه نه ده اعلان کړې.
 
او په همدې توګه هغه نور ځایونه چې د دې وېروس څخه په امن پاتې شوي دا دي: ملاوې،امریکایي سموا، فرانسې جنوبي سيمې ، جنوبي سودان ، تاجکستان ، هېپرډ ټاپو او د مکډونلډ ټاپو ، کرېسمې ټاپو ، سپارټلي ټاپوګان ، ټوکيلو او ځیني نورې سیمې.