
د خوست ولايت د ټولو قومونو په استازيتوب ددغه ولايت والي عبدالجبار نعيمي ته د سروزرو مډال د يو لړ مراسيمو په ترڅ کې د قوس په ٢٨مه ورکړل شو .
دغه مډال والي ته په دې موخه ورکړل شو ، چې نوموړى په اوو مياشتو کې په دې وتوانېده ، په خوست ولايت د يو شمېر قومونو ترمنځ د غرونو او ځمکو پر سر رامنځته شوې شخړې ، چې اتيا کلنه سابقه لري حل کړي او ددوى ترمنځ دايمي روغه وکړي .
په دې شخړو کې هغه ځوانان چې وسله په لاس په سنګرونو کې د يوبل پر وړاندې ناست و ، بې وسلې او د هغوى سپکې او درنې وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې او لارښوونه وشوه چې د ځمکو په اړه دې دعوې د قانون په رڼا کې حل کړي .
د والي دغه ګام د خوست ټول ولس وستايه او دايې يوه نه هيرېدونکې لاسته راوړنه وبلله .
د خوست د ټولو قومونو استازيو پرېکړه وکړه ، چې ددې غټې او مهمې موضوع په مقابل کې والي ته د سروزرو مډال ورکړى .
والي وويل ، چې ده په لومړيو کې د خوست له ولس سره ژمنه کړې وه چې په دې ولايت کې به قومي شخړې حلوي ، هر دول فساد به ورکوي ، د ځمکو غصب ته به د پاى ټکى کيږدي او په دې ولايت کې به بيارغونې او پوهنې ته وده ورکوي .
په خوست کې د ځمکو او غرونو په سر له اتيا کلونو راهيسې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر لويو قومونو ترمنځ شخړې ، دښمنۍ ، يو دبل وژل ، نيول او تښتول روان و، چې د وخت بېلابېلو حکومتونو د يادو قومونو له وېرې او يا په لوى لاس دغه شخړې نه حلوې او يا يې د حلولو په اړه اقدام نه کاوه، چې په ترڅ کې يې له کلونو کلونو راهسې په لسګونو ځوانان ، سپين ږيري ، ماشومان او ښځې قرباني شوي او د قومونو ترمنځ دښمني په يوې نه حل کېدونکې مسلې اوښتې وه .
تېره اونۍ د بشر حقونو خپلواکې ادارې هم د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د خوست والي ته ستاينليک ورکړى و.