اسټرالیا کې د کورونا ضد وېروس دوه واکسینونو لابراتوار کې پر حیواناتو ازمېښت پیل  شو

روهي(جمعه/۱۵ د وري)، په اسټرالیا کې ساینسپوهانو د کورونا وېروس ضد دوه واکسینونو لابراتوار کې پر حیواناتو ازمېښت پیل کړی، او که یې پایلې بریالۍ وې نو دا به یو لوی نړیوال پرمختګ وي.‌ اسټرالیا کې څېړونکي‌ وایي، تر دې پړاوه رسېدو لپاره په نړیواله کچه همکاري شوې او په ډېره چټکۍ دا چاره پر مخ تللې، چې پخوا یې بېلګه نه ده لیدل شوې. ساینس پوهان وایي،‌ دوی تمه لري‌ چې تر جون میاشتې لومړۍ پایلې ترلاسه کړي.‌ که یې پایلې بریالۍ وې نو بیا به د نړۍ په نورو برخو کې هم دا واکسین په لابراتوارونو کې ازمېیل کېږي.
 
 
دا واکسین په اصل کې د اکسفورډ پوهنتون او د اېنویو په نامه امریکایي شرکت جوړ کړي، او د روغتیا نړیوال سازمان یې به لابراتوار کې پر حیواناتو د ازمېیلو اجازه ورکړې ده.دا واکسین اوس لپاره پر نولي یا موش خرما ازمېیل کېږي، ځکه ویل کېږي چې دا حیوان هم د انسانانو په څېر په کورونا وېروس اخته کېدلی شي.‌
 
 
اوس به یې د اسټرالیا د سایسن ملي اداره پایلې ګوري او بیا به پرېکړه کوي‌ چې ایا د انسانانو لپاره هم خوندي دي که نه.تېره میاشت امریکا کې هم یو واکسین پر انسان ازمېیل شوی و،‌ خو د اصولو له مخې لومړی پر حیواناتو د ازمېښت له پړاو نه و تېر شوی.‌