روهي(جمعه/۱۵ د وري)، د چین شېنژن ښار د دې هېواد لومړی ښار شو چې په کې د سپي او پیشو د غوښې پر کاروبار او خوړولو بندیز ولګېد. دا بندیزونه له هغو رپوټونو او ګنګوسو وروسته لګېږي چې ګواکې د وحشي ځناورو غوښه د کورونا وېروس له خپرېدو سره تړاو لري.
د شېنژن ښار چارواکو ویلي، سپیو او پېشوګانو د نورو حیواناتو پرتله له انسانانو سره ژوره اړیکه جوړه کړې ده او په پرمختللې نړۍ کې د دوی پر غوښه بندیز عادي خبره ده.دوی وایي، د انساني تمدن د غوښتنو او روح له مخې هم دا بندیز اړین و.د حیواناتو د حقونو ټولنو د شېنژن ښار چارواکو دا ګام ستایلی دی.
څو میاشتې وړاندې د چین په ووهان ښار کې د وحشي حیواناتو د غوښې یو بازار د کورونا وېروس د رامنځته کېدو مرکز بلل شوی و.چینایي چارواکو په دې تړاو له رپوټونو وروسته دا بازار بند کړی و، ځکه داسې ګومان کېده چې کورونا وېروس له حیواناتو انسانانو ته لېږدي.
وروستي