د حکومت د چارو د اغېزناک او سم مدیریت او سمون را وستلو لپاره ولسمشر ځینې خپل واکونه امرالله صالح ته وسپاره

روهي(جمعه/۱۵ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته د ځمکې وېشلو او له ملګرو ملتونو، نادولتي ادارو او مدني ټولنې سره د چارو همغږي کولو واک خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره. د ولسمشر غني لوی سلاکار وحید عمر  ومنله چې دا فرمان لاسلیک شوی، خو لا هم رسمي خپور شوی نه دی.
 
د دې فرمان دریمه ماده وايي: لومړی مرستیال ولسمشر د خپلو کارونو د څرنګوالي په هکله ولسمشر ته ځوابغاړی دی او د کابینې غونډو ته رپوټ ور کوي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې که ولسمشر نه وي، لومړی مرستیال یې ځایناستی وي او واک یې هم د ولسمشر له خوا مشخص کېږي.