افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، سياف، يونس قانوني او کريم خلیلي سره وکتل 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د هېواد سیاسي څېرو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني او محمد کريم خليلي سره وکتل.  
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د جلالتمآب حامد کرزي، استاد عبدرب الرسول سیاف، محمدیونس قانوني او استاد کریم خلیلي سره وکتل.

په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، د هیواد پر جاري وضعیت او همدا راز د افغانستان د سولې پر پروسې هر اړخیز او تفصیلي بحث وشو." 

د يادونې ده چې دغه سياسي څېرو نن ورځ د ګلبدين حکمتيار په کور کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لېدنه کړې وه.