عبدالله عبدالله له ټول - شموله حکومته  تېريږي خو دوه شرطونه لري 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وری)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف او نورو مطرحو سياسي څېرو په هڅو او منځګړېتوب د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي يووالي حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي کړکېچ د پای هڅې ګړندۍ شوې دي. 

د حراست او ثبات شورا وياند مسعود ترشتوال رسنيو ته ويلي دي چې په دې وروستيو ورځو کې هغه لېدنې چې عبدالرب رسول سياف او حامد کرزي له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره کړې دي د ملي ګډون په نوم د حکومت پر سر خبرې شوې چې پرمختګونه  هم په کې شوي دي. 

مسعود ترشتوال ويلي دي چې  ډاکټر عبدالله عبدالله پر دوه شرطونو چې د سولې بهير مشري او د اساسي قانون تعديل دی، ټېنګار کوي. په کابينه د نوموړي ټاکنيزې ډلې کسانو ته ځای ورکول او يو شمېر نور مسايل هغه څه دي چې عبدالله عبدالله يې د شرطونو په ډول وړاندې کوي. 

نوموړی زياتوي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په خپلو دريځونو کې تغير رامنځ ته کړی دی او د سياسي کړکېچ د حل په فکر کې دي. 

که څه هم د عبدالله عبدالله وياندويان د سياسي څېرو د منځګړېتوب او د خبرو له لارې د ټاکنيزې کړکېچ د حل پخلی کوي خو ولسمشرۍ تر اوسه په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. 
 
د يادونې ده چې تازه نن ورځ هم  حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف، محمد محقق، محمد کريم خليلي، انورالحق احدي  او يو شمېر نورو سياسي څېرو د ګلبدين حکمتيار په کور کې له پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.