ښايي (د ملي ګډون) په نوم حکومت رامنخ ته شي؛ نن ورځ د ګلبدين حکمتيار په کور کې يو شمېر سياسي څېرو له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، د حراست او ثبات شورا وياند مسعود ترشتوال رسنيو ته ويلي دي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف او يو شمېر نورو سياسي څېرو په دې وروستيو کې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره لېدنې کتنې کړې دي. 

نوموړي ويلي دي چې د ملي ګډون په نوم د يو حکومت پر سر هوکړې ته خبرې نېږدې شوې دي او ښايي چې په دوه او درېيو ورځو کې سياسي هوکړه رامنځ ته شي. 

مسعود ترشتوال وايي چې دواړه خواوو؛ ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله، له دغه سياسي څېرو سره په لېدنه کې د يو ټول شموله حکومت پر جوړېدو خبرې کړې دي. 

تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ويلي خو د عبدالله عبدالله ملاتړي محمد محقق پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې نوې خبرې پر لار دي.