اسټراليا کې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړ شوی 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، د بي بي سي د خبر پر بنسټ د اکسفورډ پوهنتون او د اېنویو په نوم  امریکایي شرکت اسټراليا کې د کرونا وژونکي ويروس ضد واکسين جوړ کړی دی چې اوس مهال ازموينه روانه ده. 

د  روغتیا نړیوال سازمان سره په مشورې اوس مهال دغه واکسين په اسټراليا کې پر حيواناتو ازمويل کيږي او که چېرې پايله يې مثبته وه نو نړۍ ته به ورسيږي او د کوېډ-۱۹ پر وړاندې به نړيواله لاس ته راوړنه وي. 

دغه واکسين د موش خرما په نوم  پر يو ژوی چې ويل کيږي د انسانانو په ډول په کوېډ-۱۹ اخته کيږي لومړی ازمويل کيږي او ساينس پوهان يې پايلې ته منتظر دي. د اکسفورډ پوهنتون ساينس پوهان هيله لري چې دغه ويروس به مثبته پايله ورکړي. 

د امريکا په شمول د نړۍ په نورو برخو کې د کرونا ويروس ضد واکسينونو پر جوړنې جدي کار روان دی خو تر اوسه داسې واکسين نه دی رامنځ ته شوی چې پايله يې ورکړي وي. 

 د نړۍ په ډېری هېوادونو کېد کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ واکسينونه جوړ شوي دي؛ ساينس پوهان او ورغتيا پلان يې پايلو ته منتظر دي.