افغانستان حج او اوقافو وزارت فتوا: له روغتيايي لارښوونو سرغړونو حرامه ده 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، د هېواد حج او اوقافو ورازت فتوا صادره کړې ده چې د کرونا وژونکي ويروس د مخنيوي لپاره د دغه وزارت او روغتياپالانو له لارښوونو سرغړونه حرامه او ګناه ده. 

د دغه وزارت په صادره شوې فتوا کې ويلي دي، چې هغه سيمو کې د کرونا ويروس د خپرېدو ويره وي نو خلک بايد په خپلو کورونو کې لمانځونه ادا کړي او سرزوري يې حرامه ده. 

دغه فتوا وایي د کروناویروس د قربانیانو تدفین او غسل ورکول باید د موظفو روغتیایي ټیمونو تر نظر یا اجازې په اساس په ځانګړو ځایونو کې د ټولو شرعي او روغتیایي اصولو او قواعدو سره سم وشي.

د حج او اوقافو وزارت همدا ډول له خلکو غوښتي دي چې د جنازو او فاتحو په مراسمو کې له ګڼې - ګوڼې ډډه وکړي ځکه چې  کوېډ-۱۹ ګڼيزو ځايونو کې په اسانۍ خپريږي. 

افغانستان کې کرونا ويروس تر ۲۴۰ کسان نيولي او همدا ډول يې څلورو تنو وژوند اخېستی دی. افغان حکومت د کابل په شمول ډېری ولايتونو کې ګرځبنديز اعلان کړی دي.