ولسمشر غني د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر عمومي رئیس، رسماً معرفي کړ

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه محمد شاکر کارګر د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه، رسماً معرفي کړ.

په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه د محمدشاکر کارګر د مقررېدو په اړه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس فرمان ولوست.

د هیواد جمهوررئیس، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر مخکېني رئیس ډاکټر فیض الله کاکړ کړنې وستایلې وې ویل، د جمهوررئیس په توګه مې د لوړې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې باید د افغانستان سیاسي قشر په واحد صف کې قرار ولري، ترڅو د هیواد علیاګټې په ځانګړي ډول په سولې پروسه کې تامین شي.

جمهوررئیس غني وویل: «باید واضح شي چې د هیواد پر سیاسي شخصیتونو زموږ غږ د منسجمې برنامې یوه برخه ده.» هغه زیاته کړه، واضح اړتیا ده چې د سولې، کرونا ویروس سره د مبارزې او اصلاحاتو لپاره لازمه اجماع ایجاد شي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د تر ټولو اساسي مسوولیتونو او دندو څخه یو هم د سیاسي اجماع ایجادول دي او باید پر همکارۍ او دوامدارو مشور اتکا ولرو.

همدا راز د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست مخکېني رئیس ډاکټر فیض الله کاکړ په خپلو خبرو کې پر نوموړي د جمهوررئیس د باور او په دې مهمه دنده د هغه د ګمارنې مننه وکړه.

وروسته د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر، پر دغې څوکۍ د هغه د ګمارلو په خاطر د جمهوررئیس د باور مننه وکړه وې ویل، د ډاکټر فیض الله کاکړ او همکارانو له تجربو څخه په استفادې به په همغږي ډول کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي کارګر وویل، د دې دفتر ارزښت راته د درک وړ دی او د مشورو، همکارۍ او همغږۍ په اتکا به مخکې ولاړ شو.