روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، طالب وياند ذبيح الله مجاهد رويټرز سره په خبرو کې ويلي دي چې د دوی ډله تر خپل واک لاندې هغه سيمو کې جګړه بس کړي چې که چېرې د کرونا ويروس په کې خپور شي.
طالب وياند دا ژمنه هم کړې ده چې که چېرې د دوی تر واک لاندې سيمو کې کرونا ويروس خپور شي نو دوی ډاکترانو او روغتياپالانو ته امنيت برابر کړي.
د هېواد عامې روغتيا وزارت د طالبانو د دغه دريځ پخلی کړی دی او ويلي دي، چې غوره ده په ټول افغانستان کې جګړه بس شي ځکه چې کوېډ-۱۹ د افغانستان هر سيمه کې خپرېدای شي.
ذبيح الله مجاهد، دا وخت د اتحاد او اتفاق دی، چې ټولې نړۍ ته وښایو چې افغانان په بده ورځ کې اوږه په اوږه د وروڼو په شان درېږي، تر هغو څه طبیعي آفت وي څه انساني آفت وي په مقابل کې یې باید مجادله وکړو".
د يادونې ده چې افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره طالبانو تر خپلو واک لاندې سيمو کې عامه پوهاوی د کرونا ويروس د مخنيوي کمپاينونه پيل کړي.
وروستي