روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ روسيې ته خبرداری ورکړی دی چې د ناټو غړي هېوادونه لا هم د پوځي تمرينونو د تر سره کولو وړتيا لري او کرونا ويروس دومره نه دي ځپلي څومره يې چې په اړه فکر کيږي.
نوموړي تېره ورځ د ناټو د وزيرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې او ويلي دي، چې ناټو چمتو ده چې د روسيې له خوا ورته هر ډول پوځي ګواښ پر ځمکه وغورځوي او نسکور يې کړي.
د ناټو سرمنشي د روسيې هغه ادعاوې چې د کرونا ويروس له امله ناټو د پوځي عملياتو په تر سره کولو کې پاتې راغلې ده رد کړي دي او زياتوي چې ناټو لا هم غښتلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روسيې د ناټو غړو هېوادونو او په ځانګړي ډول د انګلستان سره د ګډو اوبو پر پوله پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
وروستي