د اسرائيلو روغتيا وزير او د هغې ميرمن په کرونا اخته شوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، د اسرائيلو د روغتيايي چارو وزير یاکوف لیتزمن او د نوموړي ميرمن په کرونا ويروس اخته شوي دي. د اسرائيلو رسمي سرچينو د دغه خبر پخلی کړی دی. 

په خپله د روغتيا وزير ياکوف ليتزمن هم رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې معاينه يې شوې ده او پايله يې هم مثبت ده. نوموړی ۷۱ کاله عمر لري او د اسرائيلو د لومړي وزير  بنیامین نتانیاهو نېږدې ملاتړ دی. 

د اسرائيلو د روغتيا وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې وزير او ميرمن يې په خپل کور کې قرنطين شوي دي او روغتيايي وضعيت ښه دی. 

کرونا ويروس په نړۍ کې د روغتيايي کسانو تر څنګ په يو شمېر هېوادونو کې مشهورې او څېرې هم نېولې دي چې د انګلستان لومړی وزير هم په کې شامل دی.