د فلپين ولسمشر پوځ او پوليسو ته امر کړی چې هغه کسان په ډزو ووژني چې د (ګرځ بنديز) په وخت کې له کورونو بهر کيږي

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، د فلپين ولسمشر  رودریګو دوترته خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې پوليسو او پوځ ته يې امر کړی چې هغه کسان ووژني چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره له ټاکل شوي قرنطين او ګرځبنديز سرغړونه کوي. 

نوموړي دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی دی چې د فلپين په لوزون جزيره کې يو شمېر کسانو د لوږې، خوراکي توکو کمښت او لوړې بيو له امله په لاريونونو لاس پوري کړ. 

ولسمشر رودریګو دوترته تېره شپه په يوې تلويزوني وينا کې د فلپين وګړو ته خبرداری ورکړ چې د حکومت لارښووني جدي ونېسي، مونږ د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ګرځ بنديز اعلان کړی دی ترڅو د کوېډ-۱۹ د خپرېدو مخه ونېسو. 

نوموړي ويلي دي چې خلک بايد د ډاکټرانو او روغتياپالانو د کار پر وړاندې خنډ نه شي او که څوګ کړکېچ رامنځ ته کوي نو پوليسو او پوځ ته مې لارښوونه ده چې په ډزو يې غلبل کړئ. 

له فلپين وراېخوا د هندوستان په شمول د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم پوليس هغه خلک وهي - ډبوي چې د حکومت له لارښوونو سرغړونه کوي او بهر وځي.