افغانستان سره د چین د مرستو لومړۍ چوپه کابل ته ورسېده

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو په یو پيغام کې ویلي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د چینایي مرستو لومړۍ چوپه کابل ته رسېدلې ده.

نوموړي ويلي دي د چین له لوري مرسته شوي توکي د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته وسپارل. په همدې اساس کابل کې رسنيزه ناسته رابلل شوه چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په کې وينا وکړ. 

سرور دانش ويلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان په شمول به د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونه هم کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره په نېږدې راتلونکي کې مرستې وکړي.