عبدالله عبدالله ته د روغې - جوړې ۶۱ کسيز شورا د مشرتوب وړانديز شوی؛ که ويې نه مني ولسمشر به مشرۍ کوي

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، ازادي راډيو د روغې - جوړې عالي شورا (د مصالحې عالي شورا) نوملړ رسنيز کړی دی چې په کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته د دغه شورا د مشرتوب وړانديز شوی دی. دغه شورا کې ولسمشر غني هم شتون لري او که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله دغه وړانديز ونه مني نو ولسمشر غني به يې مشرتوب واخلي. 

د حامدکرزي، ګلبدين حکمتيار، ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد کريم خليلي، محمد محقق، محمد يونس قانوني، عبدالرب رسول سياف، امرالله صالح، سرور دانش، جنرال عبدالرشید دوستم، مير رحمان رحماني، سلام رحيمي، عمر داودزي، الماس زاهد، يوسف غضنفر، عطا محمد نور، فضل الهادي مسلميار او يو شمېر نورو سياسي څېرو نومونه په دې نوملړ کې شامل دي. 

تر اوسه حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي او ځيني هغه کسان چې نومونه يې په دې نوملړ کې راغلي دي، رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې په دې اړه مالومات نه لري او له وړاندې په جريان کې نه دي ساتل شوي.