له  چین او اماراتو څخه د طبي وسایلو مرستې کابل ته راورسېدې

روهي(درې نۍ/۱۴ د وري)، د ارګ اعلامیې پر بنسټ، محمد اشرف غني بېړنۍ کمېتې ته امر کړی چې دغو کسانو ته د غنمې د وېشلو په یوه ترحه کار وکړي او هوکړه شوې چې په یوه میاشت کې ۴۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابرې شي.
 
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې له چین نه د طبي وسایلو لوی پیټی (کارګو) ترلاسه کړی دی. دا وزارت وايي، په دې بسته کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې دي.وړمه ورځ له عربي متحده اماراتو هم د طبي وسایلو ډکه کارګو افغانستان ته رسېدلې وه. د عامې روغتیا وزارت وايي، د عربي متحده اماراتو لخوا د کورونا د تشخیص ۲۵ زره کیټونه افغان حکومت ته سپارل شوي‌ وو.‌
 
د کوېډ ۱۹ ناورغي د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته خپره شوې چې له پلازمینې کابل او ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو وروسته، تېره ورځ په ځینو شمالي ولایتونو کې هم ګرز بندیزونه ولګول شو چې ورسره خوراکي توکو ته د خلکو د لاسرسي کمېدو په اړه اندېښنې پيدا شوي.
د دې وزارت ویاند وحید مایار وايي، د کورونا د خپرېدو وضعیت ته په کتو هڅه کوي چې د تشخیص امکانات هم ډېر کړي.