د کورونا وېروس له کبله هره ورځ د وژل شویو کسانو شمېر په ډېرېدو دی

روهي(درې نۍ/۱۴ د وري)، چارشنبه په اروپا کې د اسپانیې لپاره یو ځل بیا تر ټولو خونړۍ ورځ وه او په ۲۴ ساعتونو کې به دې هېواد کې له ۸۵۰ ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.د اروپا بل ډېر ځپل شوی هېواد ایټالیا ده، چېرې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۷۵۰ کسان وژل شوي.خو دا شمېرو د تېرو څو ورځو پرتله کم دی او داسې ښکاري چې هلته هم وضعیت په ښه کېدو دی.خو د بریتانیا لپاره چارشنبه بده ورځ وه او دې هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي‌ دي.
 
 
د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس له کبله هره ورځ د وژل شویو کسانو شمېر په ډېرېدو دی. یوازې په اروپا کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ زرو اوښتی دی، خو هلته د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو ښکاري.
 
په امریکا کې تر دې دمه ۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي او له دوه لکو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته دي.له ایرانه ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳ زرو ته رسېدلی دی.