ولسمشر غني د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب والیانو سره خبرې وکړې

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د والیانو راپور واورېد.

په دې ویډیو کنفرانس کې د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب والیانو د خپلو راپورونو وړاندې کولو ترڅنګ د تدابیرو، اقداماتو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او په یادو ولایتونو کې یې د ویروس د خپرېدو مخنیوي او له هغه د راپوروته شویو ګواښونو په اړه وړاندیزونه مطرح کړل.

یادو والیانو په خپلو ولایتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مختلفو اړخونو په اړه د تیاریو په ځانګړي ډول د دیني علماوو او د عامه پوهاوي ټیمونو له لارې د عامه پوهاوي په تړاو معلومات ورکړل.

همداراز هغوی د وقایوي اقداماتو، د ولسوالیو په کچه د قرنطین ساحو او کمېټو جوړولو، د بازارونو د مدیریت لپاره د تیاریو او د احتکار د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او له ورځنیو کارونو څخه د پاتې شویو کسانو لپاره د تدابیرو نیولو، د طبي تجهیزاتو برابرولو او لابراتوارونو، د کروندګرو د محصولاتو او سړو خونو ته د پاملرنې او د تبلیغاتي موادو د تولید لپاره د بودجې برابرولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې او له والیانو یې وغوښتل چې د طبیعي پېښو د غوره مدیریت لپاره د اضطراري وضعیت او په تېرو لسو کلونو کې د مرستو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي، ترڅو دولت وکولای شي د طبیعي پېښو پر مهال خپلې مرستې سیمو ته واستوي.

همداراز د جمهوررئیس لومړي مرستیال له والیانو وغوښتل چې د خپلو ولایتونو اړوند د اړمنو کسانو واقعبینانه اټکل وړاندې کړي، ترڅو له هغوی سره لازمې مرستې وشي.

امرالله صالح زیاته کړه، اطلاع رسونې او تبلیغاتي موادو ته د لاسرسي لپاره دې ولایتونه د دولتي اړیکو د کمېټې رئیس او د جمهوررئیس ستر سلاکار وحید عمر سره په اړیکه کې شي.

جمهوررئیس غني په دې ویډیو کنفرانس کې د خبرو پر مهال، کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له خصوصي سکتور او طبي پرسونل څخه د مننې ترڅنګ وویل، د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب والیان دې یو واقعبینانه اټکل او د سمدستي اړتیا پر اساس له بېوزلو سره د مرستې لپاره د هغوی لېست ترتیب کړي.

جمهوررئیس وویل، بلخ او فاریاب ولایتونو ته ۵۰ میلیونه افغانۍ او سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته به ۲۰ میلیونه افغانۍ ولېږدول شي، ترڅو د یوه شفاف میکانېزم له لارې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه مصرف شي.

جمهوررئیس غني په دې ټینګار چې د اړتیاوو ډول باید مشخص او واضح شي وویل، له خصوصي سکتور سره همکار یوو او د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه، د دولت رهبري پلاوی کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې حد اقل د ورځې دوه درې ساعته د تصمیم نیونې غونډې جوړوي.