سرچينې: سبا حکومت سل طالب بنديان او طالبان شل دولتي کسان ازادوي 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې سبا به افغان حکومت سل طالب بنديان او طالبان شل امنيتي او دولتي کسان له بند ازاد کړي. 

طلوع نيوز د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر اساس ليکلي دي، چې ياد بنديان سبا په رسمي ډول خوشي کيږي. افغانستان ته د امريکا له راتګ وروسته دا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لومړۍ رسميی ناسته او د بنديانو ازادېدل دي. 

طالبانو ته يو شمېر نېږدې کسان بيا رسنيو ته کابل ته د طالبانو د فني درې کسيز هيئت د غړو نومونه مولوي عبدالفتاح، مولوي محمد اختر و مولوي محمد ابراهیم ذکر کړی دی. 

د هېواد ملي امنيت شورا هم د طالبانو د فني هيئت د راتګ پخلی  او زياتوي چې دغه هئيت به له افغان ټيم سره د د بنديانو د تبدلې او ازادېدو په اړه خبرې ولري.