د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ/چهارشنبه) 

الجزيره: نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو او مړو وروستۍ شمېرې 
وروستۍ شمېرې ښيي چې په ګرده نړۍ کې اوس مهال اته لکه او شل زره کسان په کرونا ويروس اخته دي او له ۴۰ زره زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

ايټاليا او هسپانيه کې د مړينې شمېر تر ټولو لوړې دي او بيا امريکا د مرګ په شمېرو کې درېيم هېواد دی. امريکا د ککړو کسانو شمېر په کې ۱۷۵۰۰۰ دی چې د نړۍ له بل هر هېواد لوړې شمېر دي. 

د عامو وګړو ترڅنګ نړۍ کې تر ۴۰ سياسي او نورې مشهورې څېرې هم په کرونا ويروس اخته شوي دي، چې د انګلستان لومړی وزير هم په کې شاکل دی. 

چين کې يو ځل بيا د کرونا ويروس څپه خپره شوې ده او چارواکي وايي چې يو ځل بيا چين ته د هغه کسانو له خوا کرونا ويروس راوړل شوی دی، چې له چين يې بهر سفر درلود. 

د ملګرو ملتونه، روغتيا نړيوالو سازمان او نورې نړيوالې ادارې نړۍ کې د کرونا ويروس د چټکې خپرېدا په اړه اندېښمن دي او د نړۍ له هېوادونو يې د ۲،۵ ترېلونه امريکايي ډالرو پيسو غوښتنه کړې ده. 

رشيه ټوډې: پوتين ټرمپ ته: که مرستې ته اړتيار لري مونږ تيارو يو چې لاس نيوی مو وکړو 
 د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين، د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ سره د مبارزې په پار ټيلفوني خبرې کړي دي. 

روسيې ويلي دي چې په دې ټيلفوني اړيکه کې ولسمشر پوتين له ولسمشر ټرمپ غوښتي دي چې که چېرې امريکا د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې کمک ته اړتيا لري نو روسيه تياره ده چې  لاس نيوی یې وکړي. 

روسيې ويلي دي چې کرونا ويروس يوه نړيواله وبا ده او که بيا چېرې روسيه د امريکا او يا کوم بل هېواد مرستې اړتيا لري نو مرسته به ورسره وشي. 

کرملین ماڼۍ ويلي دي چې د دغه ټيلفوني اړيکې وروسته د روسيې له يوه الوتکه طبيي وسايل به نن واشنګټن ته ورسيږي. 

امريکا کې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د کرونا ويروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې شمېر يې ۱۷۵ زره ته رسيږي. 

رويټرز: په کرونا ويروس ۶۰ سلنه اخته کسان د خوند او بوی حسونه له لاس ورکوي 
 يوه تازه تر سره شوې څېړنه په ګوته کوي چې ۶۰ سلنه د کرونا ويروس ناروغان په دې ناروغۍ د اخته کېدو په وخت کې د خوند او بوی حسونه له لاسه ورکوي. 

د بريتانيا ساينس پوهانو يو موبايل آپلېکېشن جوړ کړی دی چې تر اوسه يو نيم مېلېون کسانو را ښکته کړی يا ډاونلوډ کړی دی. دغه موبايل آپلېکېشن راټول شوي مالومات ښيي چې د کوېډ-۱۹ ۶۰ سلنه ناروغان د کرونا ويروس پر مهال د خوند او بوی حسونه بايلي. 

۱۷۰۲ کسان چې د کرونا په ويروس اخته شوي دي په ياد آپ کې ليکلي دي چې د نورو نښو ترڅنګ د خوند او بوی حسونو له لاسه ورکول هغه نښې وې چې دوی د ناروغۍ پر وخت تجربه کړي. 

په لويه کې وچ ټوخی، زکام، د پوزې بهېدل، سخته تبه، د ساه لنډوالی او د وجود درد  د کرونا ويروس نښې شمېرل کيږي چې د روغتيا نړيوال سازمان په ګوته کړې دي. 

فرانس پرېس: ملګري ملتونه: له دويمې نړيوالې جګړې وروسته کوېډ-۱۹ ترټولو بده نړيواله (اله - ګوله) ده 
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترس کوېډ-۱۹ په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو ستره او بده نړيواله اله ګوله او کړکېچ بللی چې نړۍ يې له ګواښ سره مخ کړې ده. 

نوموړي تېره ورځ ويلي چې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا په نړۍ کې ترټولو بده او د اندېښنې وړ مساله ده چې په بد ډول به نړۍ او د نړۍ اقتصاد اغېزمن کړي. 

آنتونیو ګوترس د نړۍ له سياسي مشرانو او جګړه يزو ډولو غوښتي دي چې په وخت کې بايد سياسي سيالۍ او ناندراۍ شاته ورغوځول شي او د دغه بشري ناورين د مخنيوي لپاره سره يو لاس شو. 

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د نړۍ له خلکو هم غوښتي دي چې د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې ښه لار دا ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له تګ - راتګ او ټولېدو څخه ډډه وکړي. 

کوېډ-۱۹ تر اوسه نړۍ کې له ۴۰ زره د ډېرو کسانو ژوند اخېستی دی او همدا ډول يې له اته لکه پورته کسان نېولي دي. 

جيونيوز: سعودي عربستان د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې حج ته تياری دې وځنډوي 
د سعودي عربستان حکومت له د نړۍ له مسلمانانو غوښتي دي، چې تر هغې چې د کرونا وژونکي ويروس مهار څرګند شوی نه وي، تر هغې دي د حج فريضې د ادا کولو لپاره تياری وځنډوي. 

د سعودي عربستان شاهي حکومت د حج او عمرې وزير محمد صالح بن طاهر بانتن ويلي دي چې د سعودي عربستان د روغتيا وزارت سره په هوکړې يې پرېکړه کړې ده چې د يو ناڅرګند وخت پوري به د حج فريضي د ادا کولو مراسم ځنډېدلې وي. 

هر کال نېږدې ۲،۵ مېلېونه مسلمانان د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه د حج فريضې لپاره سعودي عربستان کې د مکې مکرمې او مدينې منورې سپيڅلو ښارونو ته ځي، چې سږ کال دغه بهير ځنډېدلی دی. 

ټايمز اف انډيا: سلمان خان هره ورځ ۲۵۰۰۰ کسانو ته معاش او آجي ديوګن ۵۱ لکه هندۍ روپۍ کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې 
کرونا ويروس نړۍ کې اوس مهال تر نهه لکه کسان نيولی او له ۴۰ زره ډېر نور يې مړه کړي دي. د نړۍ هېوادونو د دغه ويروس د مخنيوي لپاره خپل وګړي په کورونو کې قرنطين کړي دي چې اقتصادي او مالي ستونزې يې رامنځ ته کړې دي. 

د نړۍ په هېوادونو کې سوداګر، پانګوال او شتمن کسان هڅه کوي چې د کرونا ويروس څخه اغېزمن شوي کمزروي اقتصاد لرونکو کسانو سره مالي، خوراکي او د لومړيو توکو مرسته وکړي. 

په دې لړ کې د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړي سلمان خان بالېووډ کې له ۲۵۰۰۰ زره کارمندانو سره د ورځني معاش د ورکړې ژمنه کړې او همدا ډول بل اداکار اجي ديوګن ۵۱ لکه هندۍ روپۍ کرونا ويروس اغېزمنو ته د مرستې په پار ځانګړې کړي. 

د هندوستان وراېخوا د نړۍ په ډېری هېوادونو کې شتمنو کسانو کرونا سره د مبارزې لپاره د خپلو شتمنيو يوه برخه وقف کړي تر څو د اړو کسانو لاس نيوی پرې وشي. 

د يادونې ده چې افغانستان کې د کرېکټ ملي لوبغاړي راشد خان له اړو کسانو د خوراکي او لومړنيو توکو د مرستې لړۍ پيل کړې ده.