سلمان خان هره ورځ ۲۵۰۰۰ کسانو ته معاش او آجي ديوګن ۵۱ لکه هندۍ روپۍ کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې 

کرونا ويروس نړۍ کې اوس مهال تر نهه لکه کسان نيولی او له ۴۰ زره ډېر نور يې مړه کړي دي. د نړۍ هېوادونو د دغه ويروس د مخنيوي لپاره خپل وګړي په کورونو کې قرنطين کړي دي چې اقتصادي او مالي ستونزې يې رامنځ ته کړې دي. 

د نړۍ په هېوادونو کې سوداګر، پانګوال او شتمن کسان هڅه کوي چې د کرونا ويروس څخه اغېزمن شوي کمزروي اقتصاد لرونکو کسانو سره مالي، خوراکي او د لومړيو توکو مرسته وکړي. 

په دې لړ کې د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړي سلمان خان بالېووډ کې له ۲۵۰۰۰ زره کارمندانو سره د ورځني معاش د ورکړې ژمنه کړې او همدا ډول بل اداکار اجي ديوګن ۵۱ لکه هندۍ روپۍ کرونا ويروس اغېزمنو ته د مرستې په پار ځانګړې کړي. 

د هندوستان وراېخوا د نړۍ په ډېری هېوادونو کې شتمنو کسانو کرونا سره د مبارزې لپاره د خپلو شتمنيو يوه برخه وقف کړي تر څو د اړو کسانو لاس نيوی پرې وشي. 

د يادونې ده چې افغانستان کې د کرېکټ ملي لوبغاړي راشد خان له اړو کسانو د خوراکي او لومړنيو توکو د مرستې لړۍ پيل کړې ده.