هرات کې ۱۶ ډاکټران او نرسان په کرونا ويروس اخته شوي 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د هرات ولايتي چارواکي وايي چې ۱۶ تنه هغه ډاکټران او نرسان چې په ياد ولايت کې د کرونا پر ويروس د ککړو کسانو درملنه کوي په دغه ويروس اخته شوي دي. 

د هرات ولايت د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد عارف جلالي وايي چې يو شمېر له دغه ډاکترانو او نرسانو روغتون کې تر درملنې لاندې دي او يو شمېر نور بيا خپل کورونو کې قرنطين دي. 

د هرات روغتون يو شمېر کارمندانو وايي چې د پر کرونا ويروس د يادو کسانو د ککړېدو لامل د وسايل نه شتون دی، دوی ادعا کوي چې هغه وسايل چې دوی ورته لاس رسی يوازې ماسکونه او دست کشونه دي. 

که څه هم افغان ۱۵ مېلېونه امريکايي ډالر کوېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي دي، خو په  هرات ولايت کې مسوولين شکايت کوي چې د دوی مواد او اسانتياوو له کمي سره مخ دي.