د افغان حکومت استازو له طالب درې کسيز پلاوی سره وکتل 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د هېواد ملي امنيت شورا ويلي دي چې د افغان حکومت تخنيکي ټيم تېره ورځ کابل کې د طالبانو له درې کسيز پلاوی سره وکتل. 

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيص په دې اړه ازادۍ راډوي ته ويلي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کاري تخنیکي ټيم پرون په کابل کې د طالبانو د استازو کوربه و، په دغه مخامخ لیدنه کې د بندیانو پر خلاصون خبرې وشوې او فیصله وشوه چې په دې اړه بحثونه به لا دوام پیدا کوي، په پرونۍ ناسته کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي د کتونکو په توګه حاضر وو."

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو سياسي دفتر يو وياند سهيل شاهين پر خپل ټوېټر ليکلي دي، "‏د اسلامی امارت د بندیانو د کمېسیون درې کسیز تخنیکي ټیم د کابل ادارې تخنیکي ټیم سره د بندیانو د خلاصون په موخه د تصدیق او تثبیت چارې پرمخ وړي.

دیاد هیئت د کوربتوب چاري دقطر هیواد سفارت ترسره کوي او دنورو اړوند چارو د اجرا لپاره پدې غونډو کې  سور صلیب هم برخه لري."

د يادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې طالب او د افغان حکومتي چارواکي په رسمي ډول سره لېدنه کوي.