ناټو له افغانستانه نېږدې څلور زره خپل پوځيان وباسي 

روهي (څلورنۍ/۱۳ دوري)، د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن ورځ د دغه سازمان د وزيرانو شورا په ناسته کې ويلي چې پلان لري افغانستان کې د خپل پويځيانو شمېر راکم کړي. 

د مالوماتو پر اساس اوس مهال ناټو افغانستان کې ۱۶۰۰۰ پوځيان لري چې څلور زره  وباسي او شمېر به يې ۱۲۰۰۰ ته روسيږي. 

ناټو د دغه پرېکړې لامل دوحه کې د طالبانو او امريکايانو د سولې تړون بللی دی. ناټو همدا ډول له افغان مشرانو غوښتي دي چې د افغانستان برخليک په خپل لاس کې واخلي.