پر پانګوالو او سوداګرو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غږ 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له افغانانو غوښتي دي چې کرونا ويروس دې جدي وګڼي او په دې برخه کې د دروغتيايي مسوولينو لارښوونې پلې کړي. 

روهي ته د حامدکرزي له دفتر څخه په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې د ډاکټرانو لارښوونې د عملي شي او هڅه دې وشي چې دغه ويروس لا نور په هېواد کې خپور نه شي. 

پخواني ولسمشر همدا ډول د هېواد له شتمنو کسانو، سوداګرو او پانګوالو غوښتي دي چې په دې وخت دې د هغه هېوادوالو لاس نيوی وکړي چې په کورونو کې قرنطين دي او مرستو ته اړتيا لري.