ملګري ملتونه: له دويمې نړيوالې جګړې وروسته کوېډ-۱۹ ترټولو بده نړيواله (اله - ګوله) ده 

روهي (څلور نۍ/۱۳ د وري)، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترس کوېډ-۱۹ په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو ستره او بده نړيواله اله ګوله او کړکېچ بللی چې نړۍ يې له ګواښ سره مخ کړې ده. 

نوموړي تېره ورځ ويلي چې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا په نړۍ کې ترټولو بده او د اندېښنې وړ مساله ده چې په بد ډول به نړۍ او د نړۍ اقتصاد اغېزمن کړي. 

آنتونیو ګوترس د نړۍ له سياسي مشرانو او جګړه يزو ډولو غوښتي دي چې په وخت کې بايد سياسي سيالۍ او ناندراۍ شاته ورغوځول شي او د دغه بشري ناورين د مخنيوي لپاره سره يو لاس شو. 

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د نړۍ له خلکو هم غوښتي دي چې د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې ښه لار دا ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له تګ - راتګ او ټولېدو څخه ډډه وکړي. 

کوېډ-۱۹ تر اوسه نړۍ کې له ۴۰ زره د ډېرو کسانو ژوند اخېستی دی او همدا ډول يې له اته لکه پورته کسان نېولي دي.