په کرونا ويروس ۶۰ سلنه اخته کسان د خوند او بوی حسونه له لاس ورکوي 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، يوه تازه تر سره شوې څېړنه په ګوته کوي چې ۶۰ سلنه د کرونا ويروس ناروغان په دې ناروغۍ د اخته کېدو په وخت کې د خوند او بوی حسونه له لاسه ورکوي. 

د بريتانيا ساينس پوهانو يو موبايل آپلېکېشن جوړ کړی دی چې تر اوسه يو نيم مېلېون کسانو را ښکته کړی يا ډاونلوډ کړی دی. دغه موبايل آپلېکېشن راټول شوي مالومات ښيي چې د کوېډ-۱۹ ۶۰ سلنه ناروغان د کرونا ويروس پر مهال د خوند او بوی حسونه بايلي. 

۱۷۰۲ کسان چې د کرونا په ويروس اخته شوي دي په ياد آپ کې ليکلي دي چې د نورو نښو ترڅنګ د خوند او بوی حسونو له لاسه ورکول هغه نښې وې چې دوی د ناروغۍ پر وخت تجربه کړي. 

په لويه کې وچ ټوخی، زکام، د پوزې بهېدل، سخته تبه، د ساه لنډوالی او د وجود درد  د کرونا ويروس نښې شمېرل کيږي چې د روغتيا نړيوال سازمان په ګوته کړې دي.