افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتو پېښو شمېر ۱۹۶ ته ورسېد چې ۱۴۳ په هرات کې دي 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې د ۲۱ نوې پېښو په ثبت سره افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۶ ته ورسېد چې له منځ يې ۱۴۳ په لوېديځ هرات ولايت کې دي.    

د ياد وزارت وياند وحید مایارد دغه شمېرو د پخلي ترڅنګ ويلي دي چې خلک بايد کرونا جدي ونېسي او دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونو ته پاملرنه وکړي. 

افغانستان کې کرونا ويروس تر اوسه څلور کسان وژلي او پنځه نور ترې جوړ شوي دي.