پوتين ټرمپ ته: که مرستې ته اړتيار لري مونږ تيارو يو چې لاس نيوی مو وکړو 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين، د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ سره د مبارزې په پار ټيلفوني خبرې کړي دي. 

روسيې ويلي دي چې په دې ټيلفوني اړيکه کې ولسمشر پوتين له ولسمشر ټرمپ غوښتي دي چې که چېرې امريکا د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې کمک ته اړتيا لري نو روسيه تياره ده چې  لاس نيوی یې وکړي. 

روسيې ويلي دي چې کرونا ويروس يوه نړيواله وبا ده او که بيا چېرې روسيه د امريکا او يا کوم بل هېواد مرستې اړتيا لري نو مرسته به ورسره وشي. 

کرملین ماڼۍ ويلي دي چې د دغه ټيلفوني اړيکې وروسته د روسيې له يوه الوتکه طبيي وسايل به نن واشنګټن ته ورسيږي. 

امريکا کې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د کرونا ويروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې شمېر يې ۱۷۵ زره ته رسيږي.