نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو او مړو وروستۍ شمېرې 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، وروستۍ شمېرې ښيي چې په ګرده نړۍ کې اوس مهال اته لکه او شل زره کسان په کرونا ويروس اخته دي او له ۴۰ زره زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

ايټاليا او هسپانيه کې د مړينې شمېر تر ټولو لوړې دي او بيا امريکا د مرګ په شمېرو کې درېيم هېواد دی. امريکا د ککړو کسانو شمېر په کې ۱۷۵۰۰۰ دی چې د نړۍ له بل هر هېواد لوړې شمېر دي. 

د عامو وګړو ترڅنګ نړۍ کې تر ۴۰ سياسي او نورې مشهورې څېرې هم په کرونا ويروس اخته شوي دي، چې د انګلستان لومړی وزير هم په کې شاکل دی. 

چين کې يو ځل بيا د کرونا ويروس څپه خپره شوې ده او چارواکي وايي چې يو ځل بيا چين ته د هغه کسانو له خوا کرونا ويروس راوړل شوی دی، چې له چين يې بهر سفر درلود. 

د ملګرو ملتونه، روغتيا نړيوالو سازمان او نورې نړيوالې ادارې نړۍ کې د کرونا ويروس د چټکې خپرېدا په اړه اندېښمن دي او د نړۍ له هېوادونو يې د ۲،۵ ترېلونه امريکايي ډالرو پيسو غوښتنه کړې ده.