د ټرمپ وړاندوينه: ښايي کرونا ويروس تر دوه لکه امريکايان وژلی شي 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د امريکا متحدو ولسمشر دونالډ ټرمپ د روغتياپالانو د وړاندوينو پر اساس ويلي دي چې ښايي په امريکا کې کرونا وژونکی ويروس له يو بيا تر دوه لکه ۴۰ زره کسانو ژوند اخېستلی شي. 

د نوموړي په وينا چې دغه شمېرې کره نه دي او که چېرې د امريکا وګړي کرونا ويروس جدي وګڼي او پر وړاندې يې تياري ونېسي نو دغه شمېر راښکته کېدای شي. 

امريکا اوس مهال په نړۍ کې هغه هېواد کې چې په کوېډ-۱۹ د ککړو او مړو شمېرې له بل هر هېواد کې په کې لوړې دي. 

امريکا کې يو لک ۷۵ زره کسان په کوېډ-۱۹ ککړ شوي او ۳۴۰۰ تنه په کې مړه شوي دي. د تلفاتو تر ټولو لوړې شمېرې د متحدو ايالتو په نيويارک ايالت کې دي. 

ځيني امريکايي چارواکي وايي چې دوی کرونا دومره جدي ونه ګڼله څومره چې دغه ويروس جدي دی. يو شمېر امريکايان هم د دغه هېواد پر حکومت نيوکه کوي چې د دغه ويروس د مخنيوي او ناروغانو د درملنه برخه کې پوره چمتوالی نه لري.