پر کرونا ويروس د ولسمشر پوتين د اخته کېدو شونتيا 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، ويل کې چې هغه روسۍ ډاکټر چې څو ورځې وړاندې يې د روسيې له ولسمشر ولادميير سره د مسکو په مرکزي د کرونا درملنې روغتون کې ملګرتيا کوله په کرونا اخته شوی دی. 

 ولسمشر پوتين تېره سه شنبه مسکو کې د کومونارکا په نوم له روغتون لېدنه کوله چې د (دنیس پرووتنكو) په شمول يو شمېر نورو ډاکټرانو يې ملتيا کوله، د روغتون او ناروغانو په اړه يې مالومت ورکول. 

اوس مهال (دنیس پرووتنكو) ډاکټر معاينه شوی او په کرونا اخته دی. هغه مهال د ولسمشر پوتين په شمول يو شمېر ډاکټرانو او روغتياپالانو وقايي وسايل لکه ماسک او نور نه وو اغوستي. 

نوموړي ډاکټر پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې پر کوېد-۱۹ اخته شوی دی او اوس مهال يې ځان قرنطين کړی دی. نوموړي ويلي دي چې روغتيايي وضعيت يې ښه دی. 

روغتياپالان اندېښنه لري چې ښايي ياد ډاکټرپه همغه ورځ په دې ويروس اخته شوی وي، چې د نېږدې اړيکه امله دا شونيتا شته چې ولسمشر پوتين ته هم کرونا ويروس لېږدول شوی وي.