روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو سره د الکترونیک زده کړې سیستم پر طرحې بحث او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي د الکترونیک زده کړې سیستم طرحې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل وې ویل، دغه طرحه کولای شي شاوخوا ۲۵۰ زره محصلین تر پوښښ لاندې راولي. هغه زیاته کړه، په یاده طرحه کې د معاصرې زده کړې ټول معیارونه په پام کې نیول شوي او د تطبیق لپاره یې بودجې او د انټرنیټ بیو راکمولو ته اړتیا ده.
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلينو د چارو رئیس احمد مسعود لطیف رای د الکترونیک زده کړې سیستم د تخنیکي ابعادو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د احصایي او معلوماتو ملي اداره دې د دغې طرحې په تطبیق کې همکاري وکړي.
جمهوررئیس غني له هغو متخصصینوڅخه چې پر دغه طرحه یې کار کړی مننه وکړه وې ویل، د هغو کسانو نومونه دې لیست شي چې دغه طرحه یې جوړه کړې ده، ترڅو مډالونه ورکول شي.
د هیواد جمهوررئیس د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د ذکر شوې طرحې د تطبیق لپاره دې بودجه تخمین کړي او باید د عامه پوهاوي په اړه یې هم لازم اقدامات وشي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د احصایي او معلوماتو ملي اداره د دې طرحې تخنیکي مسوولیت په غاړه اخلي او همدا راز به د انټرنیټ بیو راکمولو په برخه کې لازم اجراات وشي. جمهوررئیس غني وویل: «زه د دې طرحې په تطبیق کې، د یوه تعلیمي انقلاب پیل وینم.
وروستي