واټس آپ کې (00923001111166) شمېر ته د (Hi) استول د کرونا په اړه د مالواتو تر لاسه کول 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د پاکستان حکومت پر ټولنيزې رسنۍ واټس اپ اسانيتا رامنځ ته کړې ده په چې فعالېدو يې د دغه هېواد وګړي کولی شي چې د کرونا ويروس په اړه مالومات تر لاسه کړي. 

د پاکستان حکومت د ټېکنالوژۍ برخې مسوولين وايي چې پاکستاني وګړي کولی شي، چې واټس آپ کې 00923001111166 شمېر د Hi کلمې په استول سره د کرونا ويروس په اړه وروستي مالومات او همدا ډول د پاکستان دننه او نړۍ کې وروستۍ شمېر تر لاسه کړي. 

دغه مالومات په اوو ژبو؛ انګلیسي، اردو، پنجابي، پښتو، سندي، بلوڅي او کشمیري د واټس آپ کارنو ته په وړيا ډول استول کيږي. مسوولين وايي چې د عامه پوهاوي په برخه کې دا يو ښه اقدام دی. 

دغه پروګرام ته واټس آپ کې د مرستې کرښې يا WhatsApp Helpline نوم ورکړل شوی دی. 
د يادونې وړه ده چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د کرونا ويروس سره د مبارزې او مخنيوي لپاره د ټېکنالوژۍ پر مټ بيلا بيل پروګرامونه او پوستغالي جوړ شوي دي.