د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه)

الجزيره: د نړۍ شل هغه سياسي او مشهورې څېرې چې کرونا ويروس نېولې دي
کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ له ۱۵۰ زياتو هېوادونو ته رسېدلی دی؛ له اووه سوه زره ډېر کسان پرې ککړ او له ۳۳ زره ډېر مړه کړي دي. د عامو وګړو ترڅنګ د نړۍ د هېوادونو يو شمېر مشران او سياسي څېرې هم پر کرونا ويروس اخته شوې دي. 

د هغه سياسي او مشهورو څېرو نوملړ چې په کرونا ويروس اخته دي: 
۱- د هسپانيه مرستيال لومړي وزير کارمن کالوو؛ 

۲- د انګلستان وليعهد شهزاده چارلز؛ 

۳- د انګلستان لومړی وزير  بوریس جانسون؛

۴- د نيجريا هېواد د پوځ عمومي قومندان ابا کیاري؛ 

۵- د امريکا د مشرانو جرګې غړی د جمهوري غوښتنکي ګوند نوماند رند پل؛ 

۶- د موناکو شهزاده البرت؛ 

۷- د برازيل د کانونو وزير بنت آلبوكرک؛ 

۸- د برازيل د ملي امنيت شورا سلاکار آګوستو هلن؛ 

۹- جرمني کې د اسرائيلو سفير جرمي ایساخاروف؛

۱۰- د جرمني سياسي مشر فردریش مرز؛ 

۱۱- د جاپان د فوټبال فدراسيون مشر کوزو تاشیما؛ 

۱۲- د انګلستان د روغتيا وزير نادین دوریس؛ 

۱۳- د اسټراليا کورنيو چارو وزير پیتر دوتون؛ 

۱۴- د ايران مرستياله ولسمشره معصومه ابتکار؛

۱۵- د کاناډا د لومړي وزير ميرمن سوفي ګریګور ترودو؛ 

۱۶- د هسپانيه د لومړي وزير ميرمن بګونا ګومز؛

۱۷- د فرانسې د کلتور وزير فرنک؛ 

۱۸- د متحدو ايالتو د ميمي ښاروال فرانسیس سوارز؛ 

۱۹- د پولنډ د چاپيريال وزير میشال ووس؛ 

۲۰- د بالېووډ مشهور اداکار  تام هنکس.  

رويټرز: سمسونګ تر يو کال د LCD توليد وځنډولو 
 سمسونګ شرکت مسوولين وايي چې د روان ۲۰۲۰ کال تر وروستيو به د LCD توليد په چين، سويلي کوريا او يو شمېر نورو هېوادونو کې بند کړي. 

سمسونګ ويلي دي چې دغه پرېکړه يې وروسته له هغې کړې ده چې په پورته دوه هېوادونو کې د LCD تقاضا مخ پر وړاندې کمه شوې ده. 

سمسونګ او آپل په نړۍ کې د ټېنکالوژۍ په برخه کې ستر شرکتونه دي، خو په نړۍ کې کرونا ويروس يې سوداګرۍ منفي اغېزمنه کړې ده او په ډېر هېوادونو کې يې سيمه ييز دفترونه تړل شوي دي. 

فرانس پرېس: روغتونونو کې یې ناروغان نه ځايږي؛ امريکا کښتيو کې د کرونا ناروغانو درملنه پيل کړه 
امريکا متحد ايالت نړۍ کې هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ټولو نورو هېوادونو په کې لوړې دي. که څه هم امريکا کې بيړنی وضعيت اعلان شوی دی او د خلکو پهه تګ - راتګ بنديز دی، خو بيا روغتونونو کې د بسترونو کمی رامنځ ته شوی. 

اوس مهال د امريکا متحدو ايالتو د خپل بحري ځواک سترې بېړۍ د جنګي ماموريت پر ځاي په روغتيايي ماموريت ګکارلې دي او د ناروغانو درملنه په کې کيږي. 

په ورجېنيا ايالت کې 894 فوټه اوږده  بحري کښتي  چې د زرو بسترونو وړتيا لري، د کرونا ويروس د ککړو کسانو لپاره روغتون دی او درملنه يې په کې کيږي. 

په امريکا کې بيا تر ټولو ډېر اغېزمن ايالت نيويارک دی، چې د تېرې ورځې د شمېرونو پر اساس يې د مړو شمېر له يو زر پورته شو. 

العربيه: تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ويروس هسپانيه کې ۸۴۹ کسان مړه کړي 
اروپا مې پروت د هسپانيه دولتي او روغتيايي مسوولين ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۸۴۹ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي چې بې سارې شمېرې بلل کيږي. 

هسپانيه کې د کوېډ-۱۹ له امله د مړو ټول - ټال شمېر ۸۱۸۹ کسانو ته رسيږي. له دې وړاندې آيټاليا کې د تېرې جمعې پر ورځ له اووه سوه ډېر کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي وو. 

اوس مهال نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له اووه سوه زره زيات شوی او همدا له درې دېرش زره ډېر کسان يې مړه کړي دي. 

جيونيوز: ملګرو ملتونو د نړۍ له هېوادونو غوښتي دي چې کرونا سره د مبارزې لپاره ۲۵۰۰ مېلېارده امريکايي ډالرو ته اړتيا ده 
 ملګرو ملتونو د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی دی چې په ګډه د کوېډ-۱۹۹ يا کرونا وژونکي ويروس سره دوه اعشاريه پنځه ترېلېونه يا ۲۵۰۰ مېلېارده امريکايي ډالر پيسې ځانګړې کړي. 

ملګرو ملتونو ويلي دي، چې دغه پيسې به د کرونا ويروس سره د مبارزې ترڅنګ د نړۍ په اقتصاد کې ولګول شی کوم چې کوېډ-۱۹ منفي اغېزمن کړی دی. 

ملګري ملتونو ويلي دي چې د دغه پيسو يو ترېلون به سمدلاسه په اقتصادي برخو کې مصرف شي، يو ترېلون نور به د قرض په ډول ورکړل شي او نيم ترېلون نور په روغتيايي چارو ولګول شي. 

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې نړيوالو سازمانونو ويلي دي، چې دغه پيسې په بېړني ډول اړتيا ده ترڅو د کرونا پر اساس رامنځ ته شوي ناورين پرې جبران شي. 

رشيه ټوډې: د نورې نړۍ خلاف، روسيه کې د کرونا ويروس له نيمايي ډېر کسان ځوانان دي 
 روسيه کې پر کرونا يروس  د اخته کسانو شمېرې په ګوته کوي چې تر نيمايي هغه کسان چې په دې ويروس ککړ شوي دي عمرونه يې له ۴۰ کلنۍ ټيټ دي. 

که څه هم د کرونا ويروس په اړه ويل کيږي چې پر هغه کسانو ډېر او ژر اغېز کوي چې عمرونه يې زيات او د وجود دفاعي سېسټم يې کمزوری وي، خو په روسيه او ځانګړي ډول مسکو کې تر نميايي د کرونا ويروس ناروغان ځوانان دي. 

د دغه اندېښې په اړه د روسيې حکومت د خپل هېواد له ځوانانو او له ۴۰ کلنۍ ټېټ عمر لرونکو کسانو غوښتي دي چې په کورونو کې اوسي او د کرونا څخه د مخنيوي په پار وقايي تدابير پلې کړي. 

مکسو تېره دوشنبه فرمان ورکړ چې د هر عمر لرونکي کسان بايد کورونو کې پاتې شي او يوازې هغه مهال چې ډېره بېړنۍ اړتيا وي کولی شي له کورونو بهر شي.

د مسکو ترڅنګ د روسيې په  کالینینګراد،  مورمانسک او يو شمېر نورو ښارونو کې هم حکومت اجباري قرنطين يا په کورونو کې پاتې کېدل پلي کړي دي. 

که څه هم روسيه له چين او يو شمېر اروپايي هېوادونو سره ګډه پوله لري، له خو وړاندې تياريو په دغه هېواد کې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د کوېډ-۱۹ د چټکې خپرېدا مخه نېولې ده. 

تېره ورځ د روسيې لومړي وزير د سيمې له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې په خپل هېوادونو کې دې قرنطين کول او ګرځبنديز اجباري کړي.