د نورې نړۍ خلاف، روسيه کې د کرونا ويروس له نيمايي ډېر کسان ځوانان دي 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)،  روسيه کې پر کرونا يروس  د اخته کسانو شمېرې په ګوته کوي چې تر نيمايي هغه کسان چې په دې ويروس ککړ شوي دي عمرونه يې له ۴۰ کلنۍ ټيټ دي. 

که څه هم د کرونا ويروس په اړه ويل کيږي چې پر هغه کسانو ډېر او ژر اغېز کوي چې عمرونه يې زيات او د وجود دفاعي سېسټم يې کمزوری وي، خو په روسيه او ځانګړي ډول مسکو کې تر نميايي د کرونا ويروس ناروغان ځوانان دي. 

د دغه اندېښې په اړه د روسيې حکومت د خپل هېواد له ځوانانو او له ۴۰ کلنۍ ټېټ عمر لرونکو کسانو غوښتي دي چې په کورونو کې اوسي او د کرونا څخه د مخنيوي په پار وقايي تدابير پلې کړي. 

مکسو تېره دوشنبه فرمان ورکړ چې د هر عمر لرونکي کسان بايد کورونو کې پاتې شي او يوازې هغه مهال چې ډېره بېړنۍ اړتيا وي کولی شي له کورونو بهر شي.

د مسکو ترڅنګ د روسيې په  کالینینګراد،  مورمانسک او يو شمېر نورو ښارونو کې هم حکومت اجباري قرنطين يا په کورونو کې پاتې کېدل پلي کړي دي. 

که څه هم روسيه له چين او يو شمېر اروپايي هېوادونو سره ګډه پوله لري، له خو وړاندې تياريو په دغه هېواد کې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د کوېډ-۱۹ د چټکې خپرېدا مخه نېولې ده. 

تېره ورځ د روسيې لومړي وزير د سيمې له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې په خپل هېوادونو کې دې قرنطين کول او ګرځبنديز اجباري کړي.