ملګرو ملتونو د نړۍ له هېوادونو غوښتي دي چې کرونا سره د مبارزې لپاره ۲۵۰۰ مېلېارده امريکايي ډالرو ته اړتيا ده 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، ملګرو ملتونو د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی دی چې په ګډه د کوېډ-۱۹۹ يا کرونا وژونکي ويروس سره دوه اعشاريه پنځه ترېلېونه يا ۲۵۰۰ مېلېارده امريکايي ډالر پيسې ځانګړې کړي. 

ملګرو ملتونو ويلي دي، چې دغه پيسې به د کرونا ويروس سره د مبارزې ترڅنګ د نړۍ په اقتصاد کې ولګول شی کوم چې کوېډ-۱۹ منفي اغېزمن کړی دی. 

ملګري ملتونو ويلي دي چې د دغه پيسو يو ترېلون به سمدلاسه په اقتصادي برخو کې مصرف شي، يو ترېلون نور به د قرض په ډول ورکړل شي او نيم ترېلون نور په روغتيايي چارو ولګول شي. 

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې نړيوالو سازمانونو ويلي دي، چې دغه پيسې په بېړني ډول اړتيا ده ترڅو د کرونا پر اساس رامنځ ته شوي ناورين پرې جبران شي.