
روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت له خوا د سولې ۲۱ کسيز پلاوي د ټاکل کېدو ملاتړ کړی.
عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د دوی سياسي کړکېچ لا پای ته نه دی رسېدلی، خو په کرو دننه سياسي مسايل به د سولې پر وړاندې خنډ نه شي.
نوموړي ياد ۲۱ کسيز پلاوی ټول شموله بللی دی او ويلي دي چې د سولې بين الافغاني خبرو لپاره مهم دی.
نوموړي ويلي چې د سولې ياد پلاوی د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازېتوب کوي، خو د راپور ورکولو صلاحيت په اړه به يې وروسته خبرې وشي.